۰

سمنګانو کې د ۵ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

سی شنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۰۵
د سمنګانو ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د خرم او سارباغ ولسوالۍ په ۵ کلیو کې د ناروې هېواد په مالي ملاتړ د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي.
سمنګانو کې د ۵ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې
د سمنګانو ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د خرم او سارباغ ولسوالۍ په ۵ کلیو کې د ناروې هېواد په مالي ملاتړ د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دا پروژې د یادې ولسوالۍ په بابه قمبرعلي، قینرها، حبش، خدریان او کلوربالا کلیو کې د اکتید موسسې په تخنیکي همکارۍ، د ۷ میلیونه ۴۶۳ زره افغانیو په لګښت پلې کېږي.

د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې د سړکونو بیا رغونه، د څښاک اوبو شبکو او استنادي دېوالونو  جوړول شامل دي، چې له امله به یې شاوخوا ۳۷ زره کسانو ته اسانتیاوې برابرې شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي