د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست پکتيا کې د اوبو تنظيم برخه کې د پروژو د پرانيستې مراسمو کې وايي په نظام کې بايد هر ډول خلک داخل نشي ګنې شته امنيت ته ګواښ پېښولی شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالطیف منصور خلکو ته د اسانتياوو برابرولو کې اسلامي امارت مسوول بولي او زياتوي، چې يوازې د اوبو تنظيم برخه کې نږدې درې نيم سوه چک ډيمونه جوړ شوي دي.
نوموړی زياتوي چې د اسلامي امارت شته شاوخوا اويا زره غړي د امنيت خونديتوب او هېواد څخه د دفاع لپاره بسنه کوي.
هغه ویلي:«کله کله موږ خپلو مسوولانو ته هم وایو، ځان ته هم وایو، ډلګي مشرانو ته هم وایو چې همدغه مجاهدین همداسې وساتئ، نه به بهرنی سړی پر افغانستان برید وکړي او نه به په دننه هېواد کې امنیت خراب شي؛ خو که ما او تا د دې په فکر کې شو، چې ډله اضافه کړو، راځه هر لوچک او لوفر او غل راوله او د ځان ډلګي دې پرې قوي کوه، بیا نو خدای دې نهکړي بیا به دغه امنیت نهوي او بیا به سر ټکوئ او بیا به موږ هم پرېښانه یو.»
ده و ویل، اسلامي امارت مسووليت لري ترڅو خلکوته د ژوند ټولې اسانتياوې برابرې کړي او زياتوي، چې يوازې د اوبو تنظيم برخه کې د هېواد بېلابېلو برخو کې د ۳۴۰ چک ډيمونو د جوړېدو سربېره څو ستر بندونه هم جوړ شوي دي.
جمهورخبري آژانس