په کابل کې یوې متشبثې ښځې د ښځو لپاره یو ځانګړی کوچنی بازار جوړ کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کوچنی بازار چې د پنجشنبې بازار او جمعې بازار په نوم جوړ شوی، د هغو ښځو د محصولاتو د پلور لپاره رامنځته شوی، چې کوچني کاروبارونه لري.
په دغه بازار کې چې پلورونکې یې ټولې ښځې دي، په ۷۰ غرفو کې، ترشي باب، خوراکي توکي، لاسي صنایع او جامې پلورل کېږي.
د دغه بازار مسووله وايي، که ترې ملاتړ وشي، کولی شي، لا پراخ بازارونه جوړ او نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
جمهورخبري آژانس