۰

چین او پاکستان له طالبانو سره ګډه غونډه کوي

شنبی ۲۰ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۰۲
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره کتلي دي.
چین او پاکستان له طالبانو  سره ګډه غونډه کوي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محمد صادق خان د چین له ځانګړي استازي سره د نورو جزییاتو له ورکولو پرته د ليدنې عکس خپور کړی. ټاکل شوې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه نن په کابل کې جوړه شي.

د دغې درې اړخیزې غونډې موخه د هغو خبرو تعقیب ښودل شوی، چې درې واړو هېوادونو پرې مخکې په درې اړخیز میکانیزم کې خبرې کړي او په ګډو سیاسي او اقتصادي همکاریو پکې خبرې کېږي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي