۰

اتلانتیک شورا د افغانستان په تړاو د امریکا د سیاست ارزونې لپاره غونډه جوړوي

دوشنبه ۱۵ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۲۴
اتلانتیک شورا له انډیانا بنسټ سره په همکارۍ د روانې زیږدیزې میاشتې پر ۱۳مه نېټه د "افغانستان پر وړاندې د متحده ایالاتو د سیاست غوراویو ارزونې" پر چورلیز یوه غونډه جوړوي.
اتلانتیک شورا د افغانستان په تړاو د امریکا د سیاست ارزونې لپاره غونډه جوړوي
اتلانتیک شورا له انډیانا بنسټ سره په همکارۍ د روانې زیږدیزې میاشتې پر ۱۳مه نېټه د "افغانستان پر وړاندې د متحده ایالاتو د سیاست غوراویو ارزونې" پر چورلیز یوه غونډه جوړوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه شورا په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د سیاسي او امنیتي لیدلوریو پر پایلو، د متحده ایالاتو سټراټېژیکو ګټو او د افغانستان په تړاو د امریکا د راتلونکي سیاست په اړه خبرې اترې وشي.

د اتلانتیک شورا د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي، د دې سربېره، چې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ اوږدمهاله او متحده سټراټېژي نشته؛ خو له ترهګرۍ سره مبارزه، بشري مرستې او د بنديانو په ازادېدو کې ځینې پرمختګونه شوي دي.

دغه شورا ویلي، موږ به په دغه هېواد د تحول په حال کې، د سیاسي او امنیتي لیدلورو، د امریکا د سټراټېژیکو ګټو لپاره د هغې پایلې او په افغانستان کې د امریکا د سیاست د پرمختګ مسیر وارزوو.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي