رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې تر اوسه په اوکراین کې د اټومي وسلو د کارونې اړتیا نه ده رامنځته شوې او هیله لري چې له دې وروسته هم داسې اړتیا پېښه نه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین پرون د دولتي ټلویزیون د یوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې روسیه اړین امکانات او وړتیا لري چې د اوکراین جګړه په «منطقي توګه» پای ته ورسوي.
د یادونې ده چې روسیې او اوکراین د تېرو څه باندې درېیو کالو په اوږدو کې سختې نښتې کړې دي. د اوکرایین پر وړاندې د روسیې له خوا د اټومي وسلو کارونه بیا د لویدیځو هېوادونو لویه اندېښنه ګڼل کېږي.