د پکتیا ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ سپینې شګې پارک یو خصوصي شرکت ته د ١٢ کالونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره به یاد شرکت (میرزا ګټوازي ګروپ) به د ٦ کالونو په موده کې د ٢٠٠ میلیونه افغانیو په لګښت دې سیمه کې د قرارداد له مخې پانګونه کوي او هر کال به ا.ا ته ٢ میلیونه افغانۍ ورکوي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد شرکت به دغه راز سپینې شګې تفریحي سیمه کې د سیلانیانو لپاره راتلونکو ۶کلونو کې یو معیاري هوټل، کلینیک، کوټکي بازار څخه دې سیمې ته غځیدلی ۷ کیلومتره سړک، د لوبو لپاره ځای، نانوايي، ورکشاپ او ٢٤ ساعته برېښنا او د اوبو اسانتیاوې برابروي.
سرچینې زیاته کړې، چې ولایتي چارواکو د یاد شرکت مسؤلینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او غوښتنه یې کړې، چې په لوړ معیار داخلي او بهرنیو سیلانیانو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
جمهورخبري آژانس