۰

پکتیکا؛ د ګېناوې چکډېم د جوړېدو چارې بشپړې شوې

یکشنبه ۱۴ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۴۹
د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژۍ رياست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په اومنې ولسوالۍ کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ګېناوې چکډېم د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.
پکتیکا؛ د ګېناوې چکډېم د جوړېدو چارې بشپړې شوې
د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژۍ رياست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په اومنې ولسوالۍ کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ګېناوې چکډېم د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ریاست رییس قاري فتح محمد ذاکر رسنیو ته ویلي چې دغه چکډېم د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه ۲۹۷ زره ۴۶۳.۹۸ افغانیو په لګښت جوړ او ګتې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د نوموړي په وینا دغه چکډېم د ۳۷ زره او ۴۴۳ مترمکعب اوبو زېرمه کولو ظرفيت لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي