۰

ټریبیون: د پاکستان اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی

یکشنبه ۱۴ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۴۷
اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستان د احصایې ادارې په حواله په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د دغه هیواد اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی، او دا کسر یوازې د روان کال د اپرېل په میاشت کې ۳.۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.
ټریبیون: د پاکستان اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی
اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستان د احصایې ادارې په حواله په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د دغه هیواد اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی، او دا کسر یوازې د روان کال د اپرېل په میاشت کې ۳.۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مارچ میاشتې په پرتله، د اپرېل په میاشت کې د پاکستان بهرنۍ سوداګري ۳.۳۹ میلیارد ډالرو ته راښکته شوې، چې د سوداګرۍ په دې کمښت کې د مارچ میاشتې په پرتله ۵۵.۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په تېر اپرېل میاشت کې د پاکستان اقتصادي کسر د ۲۰۲۲ کال د اګسټ میاشتې وروسته د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ تر ټولو لوړ کسر ګڼل کېږي.

په پاکستان کې یو شمېر د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې د بهرنۍ سوداګرۍ خرابوالی د صادراتو د کمېدو او وارداتو د زیاتوالي له امله رامنځته شوی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي