د هند په کلکته ښار کې تېره شپه په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
پولیسو اعلان وکړ چې اور یې کابو کړی او د پیښې د لامل د معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، هندي رسنیو د سې شنبې په ماښام (د می ۲۹مه) د لویدیځ بنګال په مرکز کلکتې ښار کې په یوه هوټل کې د مرګونې اورلګېدنې خبر ورکړی، چې تر اوسه پورې یې لږترلږه ۱۵ کسان وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.
د کلکتې د پولیسو کمیشنر منوج ورما خبریالانو ته وویل چې د ژغورنې کارکونکو په هوټل کې بند پاتې یو شمیر خلک په را ایستلو بریالي شوي او تر دې دمه د پیښې له ځای څخه د ۱۵ قربانیانو جسدونه ترلاسه شوي دي.
هغه زیاته کړه: "په پیښه کې ۱۵ کسان ټپیان شوي او د ژغورنې عملیات دوام لري ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې په ودانۍ کې څوک پاتې نه شي." منوج ورما وویل چې د اور لګېدو د لاملونو او د اور لګېدو د څرنګوالي د څېړلو لپاره یوه ځانګړې ډله جوړه شوې ده.
هغه وويل: "لومړنۍ څېړنې روانې دي ترڅو معلومه شي چې ایا تخنیکي ناکامي، غفلت یا نور عوامل په دې پیښه کې رول لوبولی دی."
کلکته، چې د هند یو له ګڼ نفوسه ښارونو څخه دی، په تیرو وختونو کې د مرګونو اورونو شاهد و. په ۲۰۱۸ کال کې، د ښار په یوه سوداګریز مرکز کې اورلګېدنې ګڼ شمېر کسان ووژل.
جمهورخبري آژانس