۰

د پاکستان له زندان څخه تر ۶۰ ډېر افغان بندیان خوشې شول

شنبی ۶ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۳
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له زندان څخه یې ۶۶ افغان بندیان خوشې کړي دي.
د پاکستان له زندان څخه تر ۶۰ ډېر افغان بندیان خوشې شول
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له زندان څخه یې ۶۶ افغان بندیان خوشې کړي دي.

د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې د هیواد د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن، شنبه (د سلواغې ۶مه) په یوه بیان کې وویل چې په پاکستان کې بندیان ۶۶ افغانان له بند څخه خوشې او هیواد ته راستانه شول.

طالبانو ویلي چې دا کسان د پاکستان له مختلفو برخو څخه د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو او د بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته د لیږدولو دمخه د دریو ورځو څخه تر یوې میاشتې پورې ساتل شوي وو.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي