۰

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په افغانستان کې د اوبو د کمښت د احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړه

دوشنبه ۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۶
د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي، افغانستان د اوبو د کمښت له سخت بحران سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په افغانستان کې د اوبو د کمښت د احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړه
د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي، افغانستان د اوبو د کمښت له سخت بحران سره مخ دی.

دغه سازمان د ځمکې د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: «د ځمکې د مور د ورځې په مناسبت دې ځان ته یادونه وکړو چې افغانستان د اوبو د کمښت له سخت بحران سره مخ دی، چې له امله یې ۷۹ سلنه کورنۍ کافي اوبو ته لاسرسی نه لري، په داسې حال کې چې یوازې ۲۰. ٪ د پایپ اوبو ته لاسرسی لري."

په همدې حال کې افغانستان له څو کلونو راهیسې له دوامداره وچکالۍ سره مخ دی.

د چاپېریال ساتنې کارپوهان په دې باور دي چې افغانستان د نړۍ په کچه د اقلیم د بدلون له امله ډېر زیانمن دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي