۰

کرکټ: سریلانکا په خپله دویمه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

سی شنبه ۱ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۰
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو په دویمه لوبه کې له سریلانکا لوبډلې ماته وخوړه.
کرکټ: سریلانکا په خپله دویمه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو په دویمه لوبه کې له سریلانکا لوبډلې ماته وخوړه.

دغه لوبه چې تېره شپه د سلواغې په ۳۰ مه نېټه په سریلانکا کې ترسره شوه، د سریلانکا لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د افغانستان لوبډلې ته د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه.

خو؛ د لوبې په دویمه نیمايي کې هم د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شو کړای.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دې لوبه کې د ۷۲ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۲۰ اوریزو سیالیو دریمه او وروستۍ لوبه به سبا چهارشنبه ترسره شي.

باید وویل شي، چې دوه ورځې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې سریلانکا لوبډلې بریا خپله کړې وه.

همدارنګه د سريلانکا ملي لوبډلې تېره اوونۍ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په درې پنځوس اوريزو سياليو کې هم ماتې ورکړې وه.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي