۰

د ازادۍ جبهه: په کابل کې مو پنځه طالبان وژلي او ټپيان کړي دي

سی شنبه ۱ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۵
د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې پنځه وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.
د ازادۍ جبهه: په کابل کې مو پنځه طالبان وژلي او ټپيان کړي دي
د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې پنځه وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.

دغې جبهې تېره ورځ د سلواغې په ۳۰مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی ځواکونو د کارته نو په لومړۍ سړک د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی چې په پایله کې یې ۳ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د دغې جبهې په اعلامیه کې راغلي چې په دې پوسته کې مېشتو ملیشو تېره اوونۍ د کابل په کارته نو سیمه کې له لسو ډېر امنیتي سرتېري له خپلو کورونو وتښتول.

ازادي جبهې د دغه برید یوه ویډیو هم خپره کړې ده.

په همدې حال کې دغې جبهې پرون اعلان وکړ چې ځواکونو يې په کابل او بغلان کې په دريو عملياتو کې يو وسله وال طالب وژلى او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي