۰

په روسیه کې د افغانستان یوه ښځینه خبریاله په بند محکومه شوه

چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۵
په روسیه کې د افغانستان یوه خبریاله کبرا حسیني په دوه کاله بند محکومه شوې ده.
په روسیه کې د افغانستان یوه ښځینه خبریاله په بند محکومه شوه
په روسیه کې د افغانستان یوه خبریاله کبرا حسیني په دوه کاله بند محکومه شوې ده.

د روسیې یوې سیمه ییزې ورځپاڼې تېره شپه د سلواغې په ۲۴ مه راپور ورکړ، چې محکمې د مېرمن حسني پر ضد د اروپايي ټولنې د غیر قانوني وتلو د هڅې په تور د محکمې حکم صادر کړ.

د راپور له مخې دغه افغان خبریال چې د طالبانو له خوا پر افغانستان د واک له ترلاسه کولو وروسته روسیې ته تښتېدلی، دوه کاله یې له خپل همکار سره یوځای په توقیف کې تېر کړي او د محکمې د حکم له مخې به بیا زندان ته نه ځي.

دوی شاوخوا دوه کاله وړاندې په سنټ پیټرزبورګ کې نیول شوي وو او قاچاقبر حسني په څلور کاله بند محکوم شوی و.

د دغه رپوټ له مخې مېرمن حسني له افغانستانه له تېښتې وروسته د کییف په پوهنتون کې د انګلیسي ژبې په یوه پروګرام کې نوم لیکنه کړې وه، خو کله چې روسیې پر اوکراین برید وکړ اروپا ته د تللو پرېکړه یې وکړه.

دغه افغان خبریاله چې په ۱۴۰۰ میلادي کال کې د کابل له سقوط مخکې د افغانستان له ملي ټلویزیون سره کار کاوه، اوس له روسیې څخه د جبري شړلو له ګواښ سره مخ ده.

ټاکل شوې چې د حسني د توقیف د مودې د غځولو په اړه نن چهارشنبه د ډسمبر په ۲۵ مه نیټه په یوه موقتي توقیف ځای کې اوریدل کیږي.

د حسیني یوې پخوانۍ همکارې د افغان ښځو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی چې که دا خبریاله د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان ته وشړل شي، له زندان او شکنجه سره به مخ شي.

باید وویل شي چې د روسیې د کورنیو چارو د وزارت د مهاجرت ادارې د حسني پناه غوښتنه رد کړې ده.

جمهورخبري آژانس

ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي