۰

دوه تنه ځوانان په فارياب کې ووژل شول

پنجشنبه ۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۵
فاریاب کې عامه سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز او پشتونکوټ ولسوالۍ کې دوه ځوانان وژل شوي دي.
دوه تنه ځوانان په فارياب کې ووژل شول
فاریاب کې عامه سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز او پشتونکوټ ولسوالۍ کې دوه ځوانان وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېره ورځ د لیندۍ  ٧مه، د فارياب د مرکز ميمنې ښار په "دم قل" سيمه کې يو ٢٢ کلن ځوان د خپل ملګري له خوا په چړو وهل شوى دى.

ویل کېږي هغه، او ملګري یې د تفریح ​​لپاره د میمنه ښار شاوخوا غونډیو ته تللي وو.

سرچينه وايي، ملګري يې پر هغه د چړې بريد وکړ او روغتون ته له لېږدولو وروسته يې ساه ورکړه.

بل خوا د فارياب د پښتونکوټ ولسوالۍ په "پشخانه" سيمه کې د يوه بل ځوان مړى چې له څلورو ورځو راهيسې ورک و، موندل شوى دى.
دوهم ځوان هم د چړې په ګوزارونو وژل شوی دی.

تر اوسه د دغو دوو قتلونو انګیزه نه ده څرګنده شوې.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي