۰

افغان سوک وهونکي د خپل نړیوال کمربند دفاع وکړه

یکشنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۸
افغان سوک وهونکي قیس خادمي په انګلستان کې خپل تنزانیايي سیال سلیمان بنګیزا ته په تخنیکي ناک آوټ سره ماتې ورکړه.
افغان سوک وهونکي د خپل نړیوال کمربند دفاع وکړه
افغان سوک وهونکي قیس خادمي په انګلستان کې خپل تنزانیايي سیال سلیمان بنګیزا ته په تخنیکي ناک آوټ سره ماتې ورکړه.

ښاغلي خادمي په دې بریا سره د سوک وهنې د نړیوال سازمان (IBO) د اتلولۍ له کمربند څخه دفاع وکړه.

دغه لوبه تېره شپه د سلواغې په ۲۷ مه نېټه د انګلستان په لندن ښار کې په لسو درې دقیقو کې ترسره شوه.

باید وویل شي چې دا د سوک وهنې په برخه کې د ښاغلي خادمي لسمه بریا وه.

خادمي تر دې وړاندې د سوک وهنې په نړیوالو سیالیو کې ۹ بریاوې، یوه ماتې او دوه مساوي کړي دي.

باید وویل شي چې د ښاغلي خادمي مخالف سلیمان بنګیزا د تېرې شپې په لوبه کې ښه تجربه لري او په خپل ریکارډ کې یې ۱۹ بریاوې او ۸ ماتې خوړلي دي.

ویل کیږي چې د دې سیالیو له ګټلو وروسته ښاغلي خادمي د سوک وهنې په نړیوالو سیالیو کې د ګډون جواز هم ترلاسه کړ.

جمهوخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي