۰

دوه افغان لوبغاړو د تکواندو په آسیايي لوبو کې د سرو زرو مډالونه وګټل

یکشنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۲۴
د افغانستان د تکواندو فدراسیون وايي، د تکواندو په آسیايي آزادو سیالیو کې د دوه افغان لوبغاړو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سروزرو مډالونه ګټلي دي.
دوه افغان لوبغاړو د تکواندو په آسیايي لوبو کې د سرو زرو مډالونه وګټل
د افغانستان د تکواندو فدراسیون وايي، د تکواندو په آسیايي آزادو سیالیو کې د دوه افغان لوبغاړو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سروزرو مډالونه ګټلي دي.
 
د تکواندو فدراسیون چارواکو  نن د لړم ۱۴ مه ویلي، محسن رضايي او علي اکبر امیري په آسیايي آزادو سیالیو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.
 
د تکواندو د ملي ټیم کپټان محسن رضايي خپلو پنځو سیالانو ته، چې د پاکستان او سعودي عربستان څخه وو په ماتې ورکولو سره د مېړانې د لقب تر څنګ د سرو زور مډال وګاټه او او علي اکبر امیري هم خپلو مصري او پاکستاني سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سروزرو دویم مډال خپل کړ.
 
د تکواندو آزادې اسیايي سیالۍ د جي ۲ تر نامه لاندې د پاکستان په کوربتوب د نړۍ د ۲۳ هېوادونو تر منځ د تېرو دوه ورځو راهیسې د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې پیل شوې دي.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي