د ۲۰۲۳ کرکټ نړیوال جام روانو لوبو کې افغانستان خپله څلورمه بریا هم خپله کړه او د ۷ ویکټو په توپیر سره یې هالنډ یا نیدرلنډ لوبډلې ته ستره ماته ورکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان او هالنډ لوبه پرون جمعه د لړم ۱۲ مه د هند په لکنو لوبغاړي کې وشوه، چې لومړی هالنډ توپوهنه وکړه.
د هالنډ د توپ وهنې پیل خورا ښه و او داسې اټکل کېده، چې افغانستان ته ښايي د ۲۷۰ یا ۲۸۰ منډو هدف وټاکي، خو د افغان لوبغاړو ښې توپ اچونې او نیونې د هالنډ د لوبغاړو د منډو لړۍ ټکنۍ کړه.
هالنډ لوبډلې د لوبې په ۴۶.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۹ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه.
په توپ اچونه کې محمد نبي ۳، نور احمد ۲، مجیب ځدراڼ ۱ ویکټې واخیستې او څلور تنه یې هم د منډو پر مهال یا رن اوټ شول.
د توپ وهنې برخه کې د افغانستان پیل ښه و خو رحمن الله ګربز ډېره ژر په ۱۰ منډو خپله ویکټه له لاسه ورکړه او د افغانستان منډې یې لږ ټکۍ کړې.
خو تر هغې وروسته د ابراهیم او رحمت ملګرتیا، تر هغې وروسته د حمشت او رحمت ملګرتیا او تر هغې وروسته د عزمت او حمشت ښې ملګرتیا وکولی شول، چې افغانستان بري ته ورسوي.
رحمت شاه او کپتان حمشت الله شهیدي په دغه لوبه کې پنځوسیزې وکړې او افغانستان د لوبې په ۳۱.۳ اورونو کې د هالنډ له خوا ورکړل شوی ۱۸۰ منډې هدف په دریو ویکټو پوره او لوبه یې وګټله.
تر انګلستان، پاکستان او سريلانکا وروسته د هالنډ ماتول د افغان لوبډلې څلورم بری و او په دې سره د روانو لوبو په جدول کې د ۸ نمرو په لرلو سره په پنځم مقام کې دي.
که چېرې افغانستان له خیره راتلونکې دوه لوبې هم وګټي نو په نیمه پایلوبه کې یې د لوبېدو چانس خورا زیاتېږي.
افغان لوبډله د راتلونکې سه شنبې چې د نومبر ۳ مه کېږي له استرالیا او د نومبر په ۱۰ مه د سویلي افریقا سره لوبه لري.
جمهورخبري آژانس