۰
د کرکټ ستره بریا:

افغانستان په نړیوال جام کې پاکستان ته په لوی توپیر ماته ورکړه

سی شنبه ۲ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۰
د ۲۰۲۳ نړیوال جام پنځوس اوریزه سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ستره او تاریخي ماته ورکړه.
افغانستان په نړیوال جام کې پاکستان ته په لوی توپیر ماته ورکړه
د ۲۰۲۳ نړیوال جام پنځوس اوریزه سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ستره او تاریخي ماته ورکړه.
 
د کرکټ د نړیوال جام دغه لوبه پرون دوشنبې د لړم اوله ماسپیښن د هند په چینايي لوبغاړلي  کې پیل شوه، چې ټاکس پاکستان وګاټه او لومړی یې  د توپ وهنې  پرېکړه وکړه.
 
پاکستانۍ لوبډلې  په ټاکل شویو پنځوس اورونو کې  د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف کېښود چې د کرکټ د شننونکو په باور پر دغه  میدان دومره هدف لوی هدف دی او سیالې لوبډلې ته به یې پوره کول اسانه نه وي.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې نوراحمد لکڼوال ۳، نوین الحق ۲ ، محمد نبي او عزمت الله یو یو پاکستانی لوبغاړی وسوځاوه.
 
د لوبې په دویمه پاڼې کې د افغانستان د توپ وهنې پیل د مخکنیو لوبو په پرتله خورا ښه وو، رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ښه پیل وکړ او تر ۱۳۰ منډو پورې يې ملګرتیا وکړ.

د ګربز تر سوځېدو وروسته رحمت شاه میدان ته راغی خو تر یوه منډو جوړولو وروسته ابراهیم ځدراڼ هم خپله ویکټه له لاسه ورکړه او پر ځای یې کفتان حشمت الله شهیدي راکوز شو.

د رحمت او شهیدي ملګرتیا په زړه پورې وه، د هغوی په حوصلې  سره لوبې افغانستان ته دا بری ورنصیب کړ.

په دغه لوبه کې ګربز ۶۵، ابراهیم ځدراڼ ۸۷، رحمت شاه ۷۷ ناسوځېدلې او شهیدي هم ۴۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

افغانستان د لوبې په ۴۹ اور کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۳ منډې پوره او پاکستان ته یې د اتو ویکټو په توپیر تاریخي ماته ورکړه.

د یادونې ده، چې افغانستان تر دې وړاندې  په یاد نړیوال جام کې انګلنډ ټیم ته هم تاریخي ماته ورکړه خو له هغې وړاندې پر هند، نیوزیلنډ او بنګلدېش وبایللې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په راتلونکو ورځو کې له استرالیا، سویلي افریقا، سریلانکا او نیدرلینډ سره هم په همدې جام کې لوبې لري.
 
د هېواد کرکټ ملي لوبډله دا مهال په جدول کې د ۴ نمرو په درلودلو سره په شپږم مقام کې ده، او نیمه پایلوبې ته یې د تلو زیات چانس شته دی.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي