د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې د پولیسو د عمومي ادارې د دروازې تر مخ شوې چاودنه غندلې او خواشیني یې پرې ښودلې ده.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، د بهرنیو چارو وزارت هغه غمجنه او خواشینونکې پیښه په کلکه غندي چې د انقرې د پولیسو د عمومي ریاست د دروازې مخې ته رامنځته شوه او ترکيې جمهوريت د یو شمیر پولیسو د ټپي کیدو سبب شوه.
د ترکیې جمهوریت ولس او حکومت ته د خپلې ډاډګيرنۍ مراتب وړاندې کولو تر څنګ په پېښې کې د ژوبل شوو کورنیو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سلامتيا او روغتیا هیله کوي.
د ویلو ده، چې پرون ۹ بجې او ۳۰ دقیقې دوه تنه ترهګرو د یوه واړه موټر په وسیله د انقرې د پولیسو عمومي دروازې مخه کې چاودنه وکړه.
جمهورخبري آژانس