۰

هند کې د افغانستان سفارت فعالیت ودرول شو

یکشنبه ۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۲
په هند کې د افغانستان لوی سفارت په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې د دغه سفارت ټول فعالیتونه په ټپه ودرول شول.
هند کې د افغانستان سفارت فعالیت ودرول شو
په هند کې د افغانستان لوی سفارت په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې د دغه سفارت ټول فعالیتونه په ټپه ودرول شول.
 
د سفارت چارواکو نن یکشنبې د تلې ۹ مه په دغه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه سفارت ټول فعالیتونه د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې له اولې نېتې په ټپه درېدلي دي.
 
په خبر پاڼه کې د دغه پرېکړې لامل له سفارت څخه د هند د حکومت نه ملاتړ، د افغانستان د ګټو په تړاو خدماتو نه وړاندې کول، د کارکوونکو کمښت، د سرچینو او اسانتیاو نه برابرول او دغه راز د دیپلوماتانو د وېزو نه تمدیدول ښودل شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي