د لومړي ځل لپاره د کندهار عینو مېنې په یوه روغتون کې د سي ټي سکن ماشین د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیال په شتون کې فعال شو.
د سي ټي اسکن دغه ماشین پرون د کندهار ولایت د عینومېنې په ۳۵۰ بستریز روغتون کې نصب او فعال شو.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده ویلي، د لومړي ځل لپاره د کندهار عینو مېنه کې د سي ټي سکن ماشین فعال شو.
دغه راز په همدې روغتون کې د آیم آر آی او الترسونډه ماشینونونه فعال کړل شول، چې د دغه وسایلو لګښت ۸۰ افغانۍ د عامې روغتیا وزارت د بودجه څخه تمویلېږي.
جمهورخبري آژانس