د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بشري حقونو برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارد بنت څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.
نوموړي ویلي، ډېره په زړه پورې ده، چې زموږ حقوقو د لوېدیځ په واسطه تعریف کېږي، د افغانستان مسلمانې مېرمنې هېڅ کله غربي حقونه نه غواړي.
مجاهد زیاته کړې، هغه حقوقو چې شریعت مسلمانو مېرمنو ته ورکړي، موږ خپلو خویندو ته د حقونو ورکړې ته ژمن یو او هغه خپله دنده بولو.
د ویلو ده، ریچارد بنیت نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع په څنډه کې ویلي وو، چې افغانستان کې مېرمنې ډېرې ناهیلې شوې او د ښځو په اړه د طالبانو نظر ډېر د اندېښنې وړ دی.
جمهورخبري آژانس