۰

آل ثاني له ملاهبت الله آخوندزاده له خپلې لیدنې پرده پورته کړې ده

یکشنبه ۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۰۳
د قطر لومړي وزیر محمدبن عبدالرحمان بن جاسم آل ثاني د طالبانو له  مشر ملاهبت الله آخوندزاده سره په کتنه کې پر افغان ښځو او نجونو د لګېدلو محدودیتونو په اړه له خپلو خبرو پرده پورته کړه.
آل ثاني له ملاهبت الله آخوندزاده له خپلې لیدنې پرده پورته کړې ده
د قطر لومړي وزیر محمدبن عبدالرحمان بن جاسم آل ثاني د طالبانو له  مشر ملاهبت الله آخوندزاده سره په کتنه کې پر افغان ښځو او نجونو د لګېدلو محدودیتونو په اړه له خپلو خبرو پرده پورته کړه.

له CNN ټلویزیون سره په یوه مرکه کې جاسم آل ثاني ویلي، د طالبانو مشر ته یې خپل هېواد د مثال په توګه یاد کړ، چې ښځې یې په ټولو ټولنیزو چارو کې له نارینه وو سره برابره برخه لري.

د هغه په وینا ښاغلي اخندزاده ته یې څرګنده کړه چې افغانستان هم که غواړي د نړیوالې ټولنې یوه برخه وي، کولای شي د قطر په څېر یو منځلاری دولت ولري، ښځې یې د وزیرانو، سفیرانو او په ټولو برخو کې د مشرانو په توګه کار وکړي.

دی وايي، له دې خبرو وروسته د طالبانو مشرانو لږترلږه په ټیټه کچه په ځینو برخو کې پر انعطاف موافقه وکړه او ویې منله، چې ښځو ته به په نادولتي ادارو کې د کار اجازه ورکوي او پرېږدي به یې چې اړو کورنیو ته د مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.

آل ثاني، له اسلام څخه د طالبانو د مشر د تعبیر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دی دیني عالم نه دی چې له هغه سره به یې بحث کړی وای، خو زیاته یې کړه چې له هغه سره یې د اسلامي هېوادونو د پالیسیو خبره وکړه.

ښاغلي آل ثاني په دې مرکه کې همداراز یادونه وکړه چې د نړۍ دیني عالمان او اسلامي هېوادونه اخلاقي مسوولیت لري چې د طالبانو له مشرانو سره تماس ونیسي او په دې اړه خبرې ورسره وکړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي