د غور طالب امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د نشه يي توکو د دریو کارخانو د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالواحد حماسي ویلي، د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د غور په دولینه، پسابند او دولت یار ولسوالۍ کې عملیات کړي، چې پر مهال یې د نشه يي توکو درې کارخونې کشف او له منځه یووړل شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې د نشه يي توکو د دغه فابریکو په تړاو شپږ تنه هم نیول شوي، چې پلټنې ترې روانې دي.
جمهورخبري آژانس