د طالبانو د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په نېږدې راتلونکې کې به د افغانستان او ترکمنستان تر منځ یو نوی ترانزیټي بندر جوړ شي.
مجاهد زیاته کړې، چې اسلامي امارت به د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په پوله کې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ یو نوی ترانزیټي بندر جوړ کړي.
د هغه په وینا دا ترانزیټي نوې لار د صادراتو او وارداتو او دغه راز ترانزیټي توکو په برخه کې د اسانتیاو رامنځ ته کولو په هدف جوړېږي.
جمهورخبري آژانس