۰

په تېرو دوه کلونو کې ۱۶۰۰ د سوري زړه ماشومان درملنه شوي دي

شنبی ۱ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۵
د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مولوِ مطیع الحق په تېرو دوه کلونو کې د ۱۶۰۰ سوري زده د ماشومانو د درملنې خبر ورکړی دی.
په تېرو دوه کلونو کې ۱۶۰۰ د سوري زړه ماشومان درملنه شوي دي
د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مولوِ مطیع الحق په تېرو دوه کلونو کې د ۱۶۰۰ سوري زده د ماشومانو د درملنې خبر ورکړی دی.

نوموړي ویلي، افغانستان کې ډېری داسې ماشومان شته چې د سوري زړه په ناروغۍ اخت دي، چې لامل یې کدای شي اوږدې جګړې او په هغې کې د زیاتو کیمیاوي وسلو کارېدل وي.
 
دی وايي، پرون د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۰ ماشومان کابل کې دوه روغتونو ته د درملنې لپاره ورمعرفي شول افغاني سرې میاشتې ټولنې په تېرو ۱۴ کلونو کې۲۶ زره او ۴۸۱ تنه د سوري زده ماشومان ثبت کړي، چې کابو نیمايي یې تداوي شوي دي.

د هغه په وینا یوازې په تېرو ۲ کلونو کې ۱۸۰۱ په زړه سوري ماشومان د عملیاتو او درملنې لپاره روغتونو ته ورمعرفي شوي، چې له ډلې یې ۱۶۰۰ تداوي او روغ شوي او پاتې نور په روغتونو کې تر درملنې لاندې دي.
 
 جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي