د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان وايي، د افغانستان پر تحولاتو یې د هالنډ له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې اترې کړې دي.
عبدالهیان پرون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې نن یې په نیویارک کې د هالنډ له بهرنیو چارو وزیر مېرمن هانکه برونس سره لیدلي او هالنډ او اروپايي ټولنې سره یې د اړیکو د ټينګولو لپاره د ایران چمتوالی ورته روښانه کړی.
هغه زیاته کړې، د افغانستان د تحولاتو او له دیپلماسۍ له لارې د بندیزونو پر اړه د نظر تبادله وشوه او ژمن یو، چې متنوع او قومي اړیکې سره جوړې کړو.
جمهورخبري آژانس