۰

سیلابونو غزني کې ۲ زره جرېبه ځمکه ویجاړه کړې

سی شنبه ۳ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۰
د غزني ولایت د طبعي پېښو سره د مبارزې ریاست وايي، سېلابونو دغه ولایت کې ۲ زره جرېبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.
سیلابونو غزني کې ۲ زره جرېبه ځمکه ویجاړه کړې
د غزني ولایت د طبعي پېښو سره د مبارزې ریاست وايي، سېلابونو دغه ولایت کې ۲ زره جرېبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.
 
د یاد ریاست په وینا دغه سېلابونه د غزني، خواجه عمري، جغتو، واغظ، خوګیاڼي او رشیدانو ولسوالۍ کې راوتلي وو.
 
د سرچینې په وینا د سېلابونو له امله دغه ولسوالیو کې ۲ زره جرېبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او لسګونه کورونه زیانمن شوي دي.
 
دغه راز خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د سېلابونو له امله ۳۰ څاروي هم تلف شوي دي.
 
په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
 
وردګ یو له هغه ولایتونو څخه دی، چې د تېرو دریو ورځو سېلابونو له امله په کې ۴۰ تنه مړه شوي، ۵۰ تنه لادرکه او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي