ځايي سرچینې وايي، پروان ولایت کې د هاوان د یوې سرګولولې د چاودنې له امله پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه پېښه د وړمې دوشنبې چنګاښ ۲۶ مه د سمنګان ولایت دره صوف ولسوالۍ د ځنګل په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې ماشومانو په پیدا کړې سرګولولې لوبې کولې.
د خلکو په وینا په دغه چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سره صلیب کمېتې د تازه راپور پر بنسټ د ۲۰۲۲ د جنورۍ څخه د ۲۰۲۳ تر جون پورې په افغانستان کې ۶۴۰ ماشومانو ته په ماین چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمهورخبري آژانس