د کار او ټولنیزو چارو وزارت نړیوالو مرستندویه ټولنو او موسساتو ته!

بشري مرستې د خوراکي توکو پرځای په بنسټیزو پروژو ولګوي

24 حوت 1401 ساعت 8:55

یو شمېر نړیوالې ادارې په افغانستان کې ورځ تربلې د بېوزلۍ او بې‌روزګارۍ کچې د لوړېدو په اړه اندېښنې څرګندوي، خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي له نړیوالو مرستندویه موسسو غواړي چې خپلې بشري مرستې د خوراکي توکو پرځای په بنسټیزو پروژو ولګوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دین محمد حقبین له افغان کوریا انسټېټیوټ څخه د۴۰۰ تنو د فراغت په مراسمو کې وویل چې نړیوال باید داسې پروژې عملي کړي چې په راتلونکي کې هم افغان کادرونه په کې روزل شوي وي او هم کاري زمینې رامنځته کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو هم  ویلي، چې اسلامي امارت په کور د ننه لویې پروژې عملي کړې او لاهم هڅه کوي چې نورې پروژې هم پلې کړي چې ګڼو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شي.

جمهورخبري آژانس

د مطلب کود: 158609

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158609/

جمهور
  https://www.jomhornews.com