یو شمېر نړیوالې ادارې په افغانستان کې ورځ تربلې د بېوزلۍ او بېروزګارۍ کچې د لوړېدو په اړه اندېښنې څرګندوي، خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي له نړیوالو مرستندویه موسسو غواړي چې خپلې بشري مرستې د خوراکي توکو پرځای په بنسټیزو پروژو ولګوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دین محمد حقبین له افغان کوریا انسټېټیوټ څخه د۴۰۰ تنو د فراغت په مراسمو کې وویل چې نړیوال باید داسې پروژې عملي کړي چې په راتلونکي کې هم افغان کادرونه په کې روزل شوي وي او هم کاري زمینې رامنځته کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو هم ویلي، چې اسلامي امارت په کور د ننه لویې پروژې عملي کړې او لاهم هڅه کوي چې نورې پروژې هم پلې کړي چې ګڼو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شي.
جمهورخبري آژانس