۰

میشېل ټیلور: افغان نجونې ښوونځیو ته له نه منلو محدودیتونو سره مخ دي

یکشنبه ۲۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۷
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا دایمي استازې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې له زده‌کړو محرومې او همداراز ازادۍ یې محدودې شوې دي.
میشېل ټیلور: افغان نجونې ښوونځیو ته له نه منلو محدودیتونو سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا دایمي استازې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې له زده‌کړو محرومې او همداراز ازادۍ یې محدودې شوې دي.

د ملګرو ملتونو په بشري حقونو شورا کې د امریکا دایمي استازې میشېل ټیلور وايي چې په ټوله نړۍ کې څه باندې ۶۰۰ مېلیونه ماشومان لږ تر لږه لیک لوست او حساب نه‌شي کولی.

نوموړې وايي، په افغانستان کې نجونې متوسطه ښوونځیو ته له تګه منعه شوي او د تګ راتګ په برخه کې له نه منلو محدودیتونو سره مخ دي.

بلخوا ځينې زده کوونکې د سرپرست حکومت له لوري د ښوونځیو پر نه پرانیستو نیوکه کوي.  دغه نیوکې په داسې حال کې کېږي چې تر راتلونکو دوو اوونیو به نوی تعلیمي کال پیل شي.

له څه باندې ۵۳۰ ورځو راهیسې د نجونو متوسطې او لېسې د زده‌کوونکو پر مخ تړلي دي او زده‌کوونکې یې بې برخلیکه دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي