د خلکو ځايي سرچینې وايي، پروان ولایت کې یو لاسي پلورونکی د طالبانو د دوه غړو له خوا په ډزو سره وژل شوی دی.
پېښه پرون سه شنبې د کب ۲ مه د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار کې رامنځ ته شوې ده.
ځايي سرچینې وايي، دوه طالبانو لومړی د دغه لاسي پلورنکي سره لفظي شخړه کړې او ورسته یې د تومانچې په ډزو سره و واژه.
د دوی په وینا چې دغه دوه طالبان د پروان د امنیه قوماندانۍ اړوند وو.
ځايي طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د خلکو په وینا تر اوسه یې څېړنه نه ده کړې.
جمهورخبري آژانس