سیمه ییز چارواکي وايي، جوزجان او بدخشان ولایتونو کې د سختو سړو له امله د ماشومانو په ګډون ۲۹ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
جوزجان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي ویلي، په دغه ولایت کې د سختې یخنۍ له امله ۱۸ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغه په وینا په مړو شویو کسانو کې پنځه مېرمنې او څلور ماشومان هم شامل دي.
دی وايي، مړه شوي کسان د خماب، خانقاه او آقچې ولسوالیو اوسېدونکي وو.
بلخوا د بدخشان ځايي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې هم د سختې یخنۍ له امله ۱۱ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دي.
د دوی په وینا له تېرو دوه ورځو راهیسې ساړه زیات شوي چې یو ماشوم یې په مرکز فیض آباد او ۱۰ نور یې په شهرک ولسوالۍ کې وژلي دي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو دوه اونیو کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې هوا زیاته سړه شوې، چې له امله یې د انسانانو تر څنګ سلګونه څاروي هم وژلي دي.
جمهورخبري آژانس