۰
حاجي بشیر نورزی:

تمه ده، چې زما په خلاصون د امارت او امریکا تر منځ اړیکې نېږدې شي

دوشنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۴
له ګوانتانامو زندان څخه د اسلامي امارت وروستی را خوشی شوی غړی حاجي بشیر نورزی وايي، تمه ده چې د ده په خلاصون سره د اسلامي امارت او امریکا تر منځ ستونزې هوارې او اړیکې نېږدې شي.
تمه ده، چې زما په خلاصون د امارت او امریکا تر منځ اړیکې نېږدې شي
له ګوانتانامو زندان څخه د اسلامي امارت وروستی را خوشی شوی غړی حاجي بشیر نورزی وايي، تمه ده چې د ده په خلاصون سره د اسلامي امارت او امریکا تر منځ ستونزې هوارې او اړیکې نېږدې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی نورزی نن دوشنبې د وږي ۲۸ مه کابل ته را ورسېده او رسمآ د امریکا له خوا په کابل هوايي ډګر کې اسلامي امارت ته وسپارل شو.

ښاغلي نورزي له خبریالانو سره خبرو کې و ویل، چې ۱۷ کاله او پنځه میاشتې له امریکایانو سره زنداني و او خوښ دی، چې له دغه زندان څخه راخوشی شو.

نوموړي زیاته کړه، چې دی د اسلامي امارت په هڅو له زندان څخه راخوشی شوی او خوښ دی، چې امارت یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلی او په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی.

ښاغلي نورزي و ویل، تمه ده، چې د ده په خلاصون سره د اسلامي امارت او امریکا تر منځ ستونزې هوارې او د دواړو د اړیکو د نېږدېوالي لامل شي.

هغه په ټینګار سره زیاته کړه«زه فکر کوم، چې دا مشکلات به ټول له منځه ولاړ شي او دوی(امارت او امریکا) به سره نېږدې شي او په راتلونکې کې به ثبات له ټینګ شي.»

په ورته وخت کې د افغان حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم د ښاغلي نورزي په خوشي کېدو خوښي وښوده او ویې ویل، دا ښيي، چې هره ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.

هغه یو ځل بیا پر امریکا غږ وکړ، چې لکه د دوحې تړون، د ښاغلي نورزي خلاصون او داسې نورې ستونزې د میز پر سر په خبرو د حل وړ دي او اسلامي امارت هر وخت مذاکراتو ته چمتو دی.

نوموړي زیاته کړه، چې حاجي نورزی د یوه امریکايي وګړي په بدل کې، چې په افغانستان کې بندي و، تبادله او نن د کابل په هوايي ډګر کې د امریکا څخه راغلي پلاوي له خوا تر سره شوه.

هغه زیاته کړه، چې له امریکايي پلاوي سره یې رغنده خبرې درلودې خو له جزیاتو ورکولو پرته یې و ویل، چې دغه تبادله د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو د نوي باب په نظر کتلای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي