۰

حاجي بشیر نورزی له ګوانتانامو زندان څخه را خلاص شو

دوشنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۷
د افغان حکومت چارواکي تاییدوي، چې د دوی یو لوړ پوړی او مشهور غړی حاجي بشیر نورزی د امریکا له ګوانتانامو زندان څخه راخوشی شو.
حاجي بشیر نورزی له ګوانتانامو زندان څخه را خلاص شو
د افغان حکومت چارواکي تاییدوي، چې د دوی یو لوړ پوړی او مشهور غړی حاجي بشیر نورزی د امریکا له ګوانتانامو زندان څخه راخوشی شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي رادیو تلوېزیونو مشر احمد الله وثیق په خپله ټوېټرپاڼه دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې ښاغلی نورزی نن دوشنبې د وږي ۲۸ مه کابل ته راورسېده.

ښاغلي وثیق زیاته کړې، چې حاجي بشیر نورزی له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د امریکایانو سره زنداني و، چې د اسلامي امارت په هڅو راخوشی شو.

حاجي بشیر نورزی چې یو لوی سوداګر دی، د اسلامي امارت بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد ته نېږدې کس و، چې ۱۷ کاله وړاندې د امریکا له خوا ونیول شو او د ګوانتانامو بدنام زندان ته واچول شو.

درې کاله وړاندې ویل کېدل، چې نوموړی له ګوانتانامو زندان څخه خوشی شوی و خو امریکا اسلامي امارت ته نه و سپارلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي