د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د سیلابونو راوتلو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې طبیعي پېښو ته د رسیدګۍ په برخه کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وایي، د هېواد په اتو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې له امله یې لس کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې، په دې سیلابونو کې د خلکو کورونه هم ویجاړ شوي چې شمېر یې پنځه سووه کوره ښيي.
د مسلم په وینا سیلابونو لسګونه کیلومتره سړک هم ویجاړ کړی دی او د شاوخوا ۳۵۰۰ جریبه زراعتي ځمکې حاصلاتو ته یې زیان اړولی دی.
د یادونې ده، چې سیلابونو د کروندګرو د ځمکو تر څنګ د خلکو حیوانات هم تلف کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل