۰

سېلابونو ګڼو ولایتونو کې زیانونه اړولي دي

چهارشنبه ۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۷
د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د سیلابونو راوتلو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
سېلابونو ګڼو ولایتونو کې زیانونه اړولي دي
د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د سیلابونو راوتلو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طبیعي پېښو ته د رسیدګۍ په برخه کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وایي، د هېواد په اتو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې له امله یې لس کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، په دې سیلابونو کې د خلکو کورونه هم ویجاړ شوي چې شمېر یې پنځه سووه کوره ښيي.

د مسلم په وینا سیلابونو لسګونه کیلومتره سړک هم ویجاړ کړی دی او د شاوخوا ۳۵۰۰ جریبه زراعتي ځمکې حاصلاتو ته یې زیان اړولی دی.

د یادونې ده، چې سیلابونو د کروندګرو د ځمکو تر څنګ د خلکو حیوانات هم تلف کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي