مجاهد:

نور د اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندلو لپاره هېڅ پلمه نه ده پاتې

30 حمل 1401 ساعت 9:32

د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند وايي، نړیوالو ته هېڅ داسې کومه پلمه نه ده پاتې چې نور د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل وځنډوي.


د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند وايي، نړیوالو ته هېڅ داسې کومه پلمه نه ده پاتې چې نور د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل وځنډوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ذبیح الله مجاهد پرون د دوشنبې د وري ۲۹ د کابل هوایي ډګر کې د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو د تسلیمولو پرمهال له رسنیو سره په خبرو کې دا څرګندونې وکړې.

ښاغلي مجاهد ویلي، که نړیوال هرڅومره ژر د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني، افغانستان به په سیاسي برخه کې ښه پرمختګ وکړي.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه اته میاشتې تېرې شوې، خو لاهم هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149785

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149785/

جمهور
  https://www.jomhornews.com