۱

په وسله وال برید کې پنځه پاکستاني پولیس وژل شوي دي

چهارشنبه ۲۴ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۱
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې دېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پولیسو پر کاروان وسله وال برید شوی او ۱۲ تنو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
په وسله وال برید کې پنځه پاکستاني پولیس وژل شوي دي
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې دېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پولیسو پر کاروان وسله وال برید شوی او ۱۲ تنو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، د پولیسو د ګزمې پر موټرو لومړی د راکټ او وروسته د سپکو وسلو برید شوی دی.

چارواکي تاییدوي، چې په پېښه کې پنځه پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم په همدې سمه کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي وو.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو د پاکستاني طالبانو تحریک له روژې وړاندې ویلي و، چې د همدې میاشت په لومړۍ نېټه به خپل بریدونه پیلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي