د نجونو د ښونځینو بندول،

نړیوال بانک افغانستان کې خپلې څلور سترې پروژې ودرولې

10 حمل 1401 ساعت 9:06

نړیوال بانک په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې خپلې څلور سترې او مهمې پروژې ځنډولې دي.


نړیوال بانک په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې خپلې څلور سترې او مهمې پروژې ځنډولې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نړیوال بانک وايي، دوی غوښتل د ۶۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت دغه څلور پروژې پلي کړي خو دا چې هلته د نجونو ښوونځي تړل شوي نو دوی هم دغه پروژې لغوه کوي.

دغه بانک ټینګار کړی، چې دوی له نړیوالو بنسټونو سره په اړیکه کې په افغانستان کې فعالیتونه ترسره کوي، خو که د نړیوالې ټولنې غوښتنې په افغانستان کې نه منل کېږي نو دوی هم د ورته پروژو له عملي کولو په شا کېږي.

دا پروژې چې د افغانستان د بیارغونې د صندوق له پیسو څخه تمویلېدلې او د ملګرو ملتونو ادارو تطبیقولې، د کرنې، پوهنې، روغتیا او د کورني معیشت په برخو کې وې.

نړیوال بانک تر دې وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې به ځينې پراختیايي پروژې پیلوي خو دا پروژې به د افغان حکومت پر ځای د خیریه موسسو له لوري عملي کېږي.

د یادونې ده، چې د نجونو پر تعلیم د طالبانو له بندیز وروسته امریکايي چارواکو په دوحه کې له طالبانو سره پلان شوې غونډې لغو کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149224

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149224/

جمهور
  https://www.jomhornews.com