د امریکا او انګلیس د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغانستان خبرې کړې

30 سنبله 1400 ساعت 12:07

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنګن د انګلستان د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنګن د انګلستان د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بلېنکن او مېرمن تراس د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې سره کتلي او پر مهمو نړیوالو مسایلو یې خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د برېټانیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره په خبرو کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې ددغه هېواد په اړه به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

په دې لیدنه کې همدا راز پر ایران او د مرکزي اسیا پر عمومي وضعیت هم خبرې شوې دي. بلینکن په یوه ټوېټ پیغام کې دا خبرې او لیدنه ګټوره بللې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142747

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142747/

جمهور
  https://www.jomhornews.com