د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنګن د انګلستان د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلېنکن او مېرمن تراس د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې سره کتلي او پر مهمو نړیوالو مسایلو یې خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د برېټانیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره په خبرو کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې ددغه هېواد په اړه به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
په دې لیدنه کې همدا راز پر ایران او د مرکزي اسیا پر عمومي وضعیت هم خبرې شوې دي. بلینکن په یوه ټوېټ پیغام کې دا خبرې او لیدنه ګټوره بللې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل