طالبانو له پاکستانه غوښتي، چې دوه افغان هوايي شرکتونو ته اجازه ورکړی

25 سنبله 1400 ساعت 8:53

طالبانو په یوه لیک کې له پاکستانه غوښتي دي چې د افغانستان د هوایي چلند دوو شرکتونو ته اجازه ورکړي چې دغه هېواد ته سفر وکړي.


طالبانو په یوه لیک کې له پاکستانه غوښتي دي چې د افغانستان د هوایي چلند دوو شرکتونو ته اجازه ورکړي چې دغه هېواد ته سفر وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې لیک کې چې د افغانستان د هوایي چلند ادارې اسلام اباد ته لېږلی دی، په کې د اریانا او کام اییر هوایي شرکتونو د الوتنو د اجازې غوښتنه شوې ده.

د افغانستان د هوایي چلند د ادارې ویاند سیف الله وايي، د کابل هوایي ډګراوس الوتنو ته چمتو شوی دی او افغانان کولی شي چې د نړۍ نورو هېوادونو ته له دې هوایي ډګره سفر وکړي.

پاکستان چې روانه اوونۍ یې کابل ته یوه چارتر تجارتي الوتکه استولې وه، تراوسه د طالبانو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142594

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142594/

جمهور
  https://www.jomhornews.com