۰

طالبانو له پاکستانه غوښتي، چې دوه افغان هوايي شرکتونو ته اجازه ورکړی

پنجشنبه ۲۵ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۳
طالبانو په یوه لیک کې له پاکستانه غوښتي دي چې د افغانستان د هوایي چلند دوو شرکتونو ته اجازه ورکړي چې دغه هېواد ته سفر وکړي.
طالبانو له پاکستانه غوښتي، چې دوه افغان هوايي شرکتونو ته اجازه ورکړی
طالبانو په یوه لیک کې له پاکستانه غوښتي دي چې د افغانستان د هوایي چلند دوو شرکتونو ته اجازه ورکړي چې دغه هېواد ته سفر وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې لیک کې چې د افغانستان د هوایي چلند ادارې اسلام اباد ته لېږلی دی، په کې د اریانا او کام اییر هوایي شرکتونو د الوتنو د اجازې غوښتنه شوې ده.

د افغانستان د هوایي چلند د ادارې ویاند سیف الله وايي، د کابل هوایي ډګراوس الوتنو ته چمتو شوی دی او افغانان کولی شي چې د نړۍ نورو هېوادونو ته له دې هوایي ډګره سفر وکړي.

پاکستان چې روانه اوونۍ یې کابل ته یوه چارتر تجارتي الوتکه استولې وه، تراوسه د طالبانو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي