طالبانو استرالیا کې د افغان کرکټ لوبډلې د لوبېدو تایید کړی دی

11 سنبله 1400 ساعت 10:05

طالبانو په استرالیا کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټسټ لوبې د لوبو خبر تایید کړ.


طالبانو په استرالیا کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټسټ لوبې د لوبو خبر تایید کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایيه رییس حمید شینواري فرانس پرېس اژانس ته وویل، اسټرالیا ته یې د کرکټ د ملي لوبډلې د استولو اجازه ترلاسه کړې ده.

ټاکل شوې ده چې د نوومبر له ۲۷مې د ډیسمبر تر لومړۍ نېټې افغان لوبډله له اسټرالیا سره په هوبرټ کې ټېسټ لوبه وکړي.

ټاکل شوې وه چې دا لوبه پروسږکال وشي، خو د کرونا وبا له امله وځنډېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 142147

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142147/

جمهور
  https://www.jomhornews.com