طالبانو په استرالیا کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټسټ لوبې د لوبو خبر تایید کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایيه رییس حمید شینواري فرانس پرېس اژانس ته وویل، اسټرالیا ته یې د کرکټ د ملي لوبډلې د استولو اجازه ترلاسه کړې ده.
ټاکل شوې ده چې د نوومبر له ۲۷مې د ډیسمبر تر لومړۍ نېټې افغان لوبډله له اسټرالیا سره په هوبرټ کې ټېسټ لوبه وکړي.
ټاکل شوې وه چې دا لوبه پروسږکال وشي، خو د کرونا وبا له امله وځنډېده.
جمهورخبري آژانس:کابل