خلیلزاد بیا کابل ته راغلی دی

21 حمل 1400 ساعت 11:53

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا کې ځینې سرچینې تاییدوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا کابل ته راغلی دی.


د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا کې ځینې سرچینې تاییدوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا کابل ته راغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه شورا یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، خلیلزاد نن شنبې د وري ۲۱ مه کابل ته رارسېدلی دی.

د سرچینې په وینا خلیلزاد دا مهال د ملې روغې جوړې شورا کې دی او ښايي له ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله سره وګوري.

ویل کېږي خلیلزاد به له افغان چارواکو او سیاسیون سره د افغان سولې په تړاو د استانبول په ناسته باندې خبرې وکړي.

راپورونه وايي، په نېږدې څو ورځو کې به د افغان سولې په تړاو د ترکیې استانبول ښار کې ناسته وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138056

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138056/

جمهور
  https://www.jomhornews.com